ټولنه‌یزمهم خبرونه

د ننګرهار د اوسېدونکو اندېښنه د کلدار د رواج پر وړاندې

د ننګرهار ولايت اوسېدونکي وايي، سره له دې چې د دې ولايت امنيه قوماندانۍ د پاکستاني کلدار د کارونې د مخنيوي لپاره د جديت اعلان کړی، لا هم په ځينو برخو کې، په ځانګړي ډول په يو شمېر بازارونو کې، دا بهرنۍ پيسه د افغانی پر ځای کارېږي.

د سيمې د خلکو په وينا، په غنی‌خېل ولسوالۍ کې، په ځانګړې توګه د مارکو بازار پورته لوري ته او همدارنګه د مومنددرې، تورخم او د دې لارې په نږدې سيمو کې، کلدارې له کلونو راهيسې د ورځنيو معاملو لپاره رواج لري.

د دغو سيمو اوسېدونکي وايي، د بهرنۍ کرنسۍ کارونه نه يوازې د سيمه‌ييز اقتصاد لپاره زيان لرونکی دی، بلکې د ملي پيسې ارزښت هم کمزوری کوي. هغوی ټينګار کوي چې د دې حالت دوام د رسمي پرېکړو پر پلي کېدو د خلکو بې‌باوري زياته کړې ده.

دغه اوسېدونکي له د طالبانو له ادارې غواړي چې له اعلامي دريځونو هاخوا، عملي او دوامدار ګامونه واخلي څو د افغانی کارونه عامه کړي او پر بازارونو اغېزمنه څارنه وکړي، څو د ملي پيسې کارونه په جدي ډول ترسره شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button