امنیت او پېښېمهم خبرونه

د افغانستان په څو ولایتونو کې د سخت واورې او باران خبرداری

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن د دلوې شلمه نېټه د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د درنې واورې او باران د ورېدو اټکل کړی دی. د دې اټکل له مخې، د کابل، نورستان، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، پروان، کاپیسا، بغلان، سمنګان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان وردګ، بامیان، دایکنډي، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هلمند، فراه، هرات، غور، بادغیس، فاریاب او سرپل ولایتونه به د یاد هوايي بدلون لاندې راشي. همدارنګه د سالنګونو لاره به هم له واورې او باران سره مل وي. دغه اداره زیاته کړې چې له ورښتونو سره سم، د سالنګونو ترڅنګ په شمال لوېدیځو، لوېدیځو او مرکزي سیمو کې د زورورو بادونو د چلېدو امکان هم شته. مسؤلینو له خلکو غوښتي چې د لازم احتیاطي تدابیرو نیولو ترڅنګ، له غیر ضروري سفرونو څخه په غرنیو او سېلاب ځپلو سیمو کې ډډه وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button