مهم خبرونهنړیوال

تاجکستان له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي

د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د اوسني حالت په اړه د اندېښنې څرګندولو سره له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې دغه هېواد دې د امنيتي، ټولنيزو او اقتصادي ستونزو پر وړاندې يوازې نه پرېږدي. سراج‌الدين مهرالدين وويل، د افغانستان پوله‌ييزه ناامنۍ او بشري وضعيت د پراخې نړيوالې پاملرنې او همکارۍ غوښتنه کوي.

نوموړي د جمعې په ورځ، د ۲۰۲۵ م کال د فعاليتونو د جمع‌بندۍ په يوه خبري غونډه کې وويل چې د تاجکستان امنيتي ادارې او د طالبانو اداره په ګډه د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله د ناامنۍ پېښو د مخنيوي لپاره کار کوي. د هغه په وينا، دا همکارۍ وروسته له هغه زيات اهميت موندلی چې د پولو په سيمو کې نښتې او وسله‌وال بریدونه ډېر شوي دي.

مهرالدين زياته کړه چې دواړو لورو د جنايي ډلو او هغو کسانو فعاليتونه محکوم کړي چې د «ترهګرو» په نوم ياد شوي دي. سره له دې، د پولې دوامداره ناامنۍ ښيي چې د طالبانو اداره لا هم د دغو ګواښونو د کنټرول په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ ده او د ګاونډيانو اندېښنې پر خپل ځای پاتې دي.

د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير وويل، د طالبانو اداره ډاډ ورکړی چې د ورته پېښو د تکرار د مخنيوي لپاره اړين اقدامات تر لاس لاندې لري او هر اړخيزې څېړنې به ترسره کړي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستيو مياشتو کې د څو پوله‌يزو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

هغه ټينګار وکړ چې تاجکستان له هر هغه هېواد سره د همکارۍ هرکلی کوي چې موخه يې د ګاونډيو هېوادونو، په ځانګړې توګه د افغانستان، د ټولنيزو او اقتصادي ستونزو د هوارولو مرسته وي. مهرالدين وويل، دوشنبه هڅه کوي چې د افغانستان د خلکو د کړاوونو د کمولو په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

د هغه د څرګندونو له مخې، تاجکستان تر اوسه له شپږ زره ټنه زيات بشردوستانه مرستې افغانستان ته استولي دي. دا مرستې د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې، په ځانګړې توګه د وېروونکو زلزلو د ځپلو خلکو ملاتړ لپاره، د خوراکي توکو او اړينو توکو بڼه لري.

د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير همدارنګه د دواړو لورو تر منځ د سوداګرۍ د تبادلې د زياتېدو خبر ورکړ او ويې ويل چې د پوله‌ييزو بازارونو د بيا فعالېدو او افغانستان ته د برېښنا د لېږد بهير روان دی. خو کارپوهان باور لري چې که د طالبانو اداره د دايمي ثبات او د پولې د اغېزمنې مديريت هڅې ونه کړي، نو دغه همکارۍ د ځنډ له خطر سره مخ کېدای شي.

د تاجکستان د رسنيو د راپورونو له مخې، په تېرو لږ تر لږه دريو مياشتو کې د افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله لږ تر لږه پنځه نښتې ثبت شوې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button