ټولنه‌یز

طالبانو په خوست کې ۱۲۰۰ تنه د فني روزنو فارغان اعلان کړل

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي چې په خوست ولایت کې ۱۲۰۰ تنه د فني او مسلکي زده‌کړو پروګرامونو څخه فارغ شوي او ورسره یو ځای د کار وسایل هم ترلاسه کړي دي.

مولوي محمد زاهد احمدزی، د دې وزارت د کار مرستیال، د یادو مراسمو پر مهال ویلي دي چې تر اوسه په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۰ زره تنه له ورته فني او مسلکي پروګرامونو څخه فارغ شوي دي. د ده په وینا، دا پروګرامونه په یو شمېر ولایتونو کې پلي شوي او دوام به ولري.

نوموړي د طالبانو د ادارې چارواکي زیاته کړې چې په راتلونکې کې به د فني او مسلکي زده‌کړو پروګرامونه د راستنېدونکو کډوالو، کوچيانو او بندیانو لپاره هم پلي شي؛ هغه ډلې چې په وروستیو کلونو کې له جدي اقتصادي ستونزو او د کار د فرصتونو له محدود لاسرسي سره مخامخ دي.

په داسې حال کې چې د طالبانو اداره د دغو پروګرامونو هدف د بیکارۍ کمول او د ماهر کاري ځواک روزنه بولي، خو کارپوهان ټینګار کوي چې پرته له دې چې د واقعي کار زمینې، د کار بازار ته مساوي لاسرسی او اقتصادي ثبات برابر نه شي، دا ډول پروګرامونه یوازې نه شي کولای د هېواد د پراخې بیکارۍ بحران مهار کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button