روسيې ۲۲ اوکرايني بېپيلوټه الوتکې ويجاړې کړې

د روسيې د دفاع وزارت وايي چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سيستمونو تېره شپه ۲۲ اوکرايني بېپيلوټه الوتکې په بېلابېلو سيمو کې شنډې کړې دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه ډرونونه د روسيې د خاورې په يو شمېر برخو او همدارنګه د تور سمندرګي په ساحه کې معلوم شوي وو.
د روسي رسنيو د راپورونو له مخې، دغه عمليات د بريانسک او کالوګا په سيمو کې ترسره شوي، او د روسيې هوايي دفاعي ځواکونو توانېدلي چې د دغو بېپيلوټو د پرواز دوام مخه ونيسي. روسي چارواکو د احتمالي زيانونو يا د دغو الوتکو د هدف په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د مسکو او کيېف ترمنځ د څو پړاوونو خبرو اترو باوجود، د دواړو هېوادونو جګړه لا هم روانه ده. د خاورې پر سر اختلافات د سياسي توافق د ترلاسه کولو له اصلي خنډونو څخه بلل کېږي.
په همدې حال کې، دواړه لوري هڅه کوي هغه سيمې وساتي يا پراخې کړي چې د دوی تر کنټرول لاندې دي، څو خپله موقعيت هم په جګړه کې او هم د خبرو اترو په بهير کې پياوړی کړي. دا تګلاره لامل شوې چې پوځي بدلونونه پر ديپلوماتيکو خبرو مستقيم اغېز ولري.
له دې وړاندې د امريکا د متحده ايالاتو دايمي استازي په ناټو کې، ميتيو ويټاکر، ويلي وو چې واشنګټن تمه لري د روسيې او اوکراين ترمنځ د ځمکنيو اختلافاتو موضوع به په راتلونکو ورځو يا اونيو کې روښانه شي. نوموړي همدارنګه ويلي وو چې د خبرو په چوکاټ کې پر څو وروستيو اسنادو کار روان دی.
د دې امريکايي چارواکي په وينا، دغه اسناد د شل مادو لرونکی د سولې طرحه، څو اړخيزې امنيتي تضمينونه، د امريکا له لوري ځانګړي امنيتي تعهدات او همدارنګه د سولې له ټينګښت وروسته د اقتصادي ودې او پرمختګ يو تفصيلي پلان رانغاړي.




