د ایران د بهرنیو چارو وزیر: موږ د اټومي وسلو د ترلاسه کولو نیت نه لرو

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې دغه هېواد د اټومي وسلو د ترلاسه کولو نیت نه لري او خپله اټومي برنامه د سولهییزو موخو په چوکاټ کې پر مخ وړي. نوموړي ویلي، د ایران د غنيکولو حق رسمي دی او تهران د دې حق د رسمیت پېژندنې تمه نه لري، بلکې غواړي دې حق ته درناوی وشي.
سید عباس عراقچي دا څرګندونې د ملي بهرنۍ پالیسي په کانګرس کې وکړې او په خپله وینا کې یې د خپلواکۍ اصل ته په اشارې وویل، یو له اساسي محورونو څخه د ایران د اساسي قانون له مخې تر انقلاب وروسته دا دی چې د هېواد د لوړو پرېکړو په جوړېدو کې د بهرني نفوذ مخنیوی وشي. د ده په وینا، د سولې د اټومي پروګرام د پرمختګ لپاره ستر لګښتونه ورکړل شوي او هېڅ لوری د ایران د وړتیاوو د ټاکلو حق نه لري.
هغه همداراز زیاته کړه، که د غنيکولو په اړه کومه پوښتنه یا ابهام وي، ایران چمتو دی چې د ډیپلوماټیکو لارو له مخې ځواب ورکړي. عراقچي څرګنده کړه، تهران د اټومي بم په لټه کې نه دی او خپله ځواکمني په دې کې ویني چې د سترو قدرتونو پر فشارونو ودریږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل، د دغه هېواد بهرنۍ تګلاره د «عزت» پر بنسټ ولاړه ده. د ده په وینا، ایران له یوې خوا پر ډیپلوماسۍ ټینګار کوي او له بلې خوا د هر ډول تېري د مخنیوي لپاره چمتووالی لري، او د نورو هېوادونو چلند له ایران سره د تهران په غبرګون اغېز کوي.




