د بلوچستان د پخواني وزیر ادعا: طالبان د چمن په سیمه کې د لوی برید پلان لري

جان اچکزی، د پاکستان د بلوچستان ایالت پخواني د اطلاعاتو وزیر، ادعا کړې چې د افغانستان طالبان، د پاکستان تحریک طالبان او د «بلوچستان ازادي بښونکي پوځ» په نوم ډلې په ګډه د چمن په سیمه کې، چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې پرته ده، د یوه ستر برید پلان جوړوي.
د اچکزي په وینا، دا برید کېدای شي په راتلونکو دوو یا دریو اونیو کې ترسره شي او اصلي هدف یې د سرحدي سیمې امنیت ګډوډول بلل شوی دی. نوموړي ویلي چې د دفاعي تاسیساتو، سرحدي پوستو او ملکی خلکو تر ټولو زیات زیان منلو لپاره دا برید پلان شوی دی.
دغه پخواني پاکستاني مقام دا هم ادعا کړې چې یادې ډلې په اوسني وخت کې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ روانې ترینګلتیاوې د خپلو پلانونو د عملي کولو لپاره یو مناسب فرصت ګڼي. هغه پرته له دې چې کوم مشخص اسناد وړاندې کړي، دا وضعیت یې د «طلایي فرصت» په توګه یاد کړی دی.
بل لور ته، د افغانستان د طالبانو اداره تر دې مخکې څو ځله په رسمي ډول اعلان کړی چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد، په ځانګړې توګه پاکستان، پر ضد د بریدونو اجازه ور نهکړي. د طالبانو د چارواکو په وینا، د دوی تګلاره د ګاونډیو په داخلي چارو کې د نهمداخلې او د سیمهیز ثبات د ټينګښت په بنسټ ولاړه ده.
خو منتقدان وایي چې د جان اچکزي دا ډول ادعاوې پخوا هم تکرار شوې دي او د هغه ورته خبرداري ډېری وخت د رسنیو د څرګندونو په کچه محدود پاتې شوي، بې له دې چې عملي شواهد یې وړاندې شي. په عین حال کې، د سرحدي سیمو د اوسېدونکو لپاره د سرحدي وسلهوالو ډلو د فعالیتونو او د هغوی د عواقبو په اړه اندېښنې لا هم پر ځای پاتې دي.




