روسیې د اوکراین د انرژۍ زیربناوو او پوځي تاسیساتو باندې پراخ بریدونه کړي

د روسیې د دفاع وزارت وايي چې د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو د هغه اقداماتو په غبرګون کې، چې مسکو یې د بریدونو لامل بولي، د دې هېواد پر انرژۍ زیربناوو او پوځي ـ صنعتي برخو پراخ توغندیز بریدونه ترسره کړي او ټول ټاکل شوي اهداف یې ترلاسه کړي دي.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د «کینژال» توغندیو په وسیله شوي او هغه تاسیسات یې په نښه کړي چې مسکو وایي د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو لهخوا کارېدل. هممهاله، د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی چې د دوی ځواکونه د اوکراین ختیځې برخې ته پرمختللي او د خارکف ولایت د «چوګونوفکا» ښارګوټي کنټرول یې خپلو ځواکونو ته سپارلی دی.
بل لور ته، روسي چارواکي پر کییف تور لګوي چې د دونباس په سیمه او د روسیې په پولهیزو سیمو کې یې پر ملکي کسانو او غیرنظامي تاسیساتو بریدونه کړي دي. دغه ادعاوې په داسې حال کې مطرح کېږي چې دواړه اړخونه یو بل د جګړې د قوانینو په ماتولو تورنوي.
په مقابل کې، د اوکراین د انرژۍ وزیر، دنیس شمیهال، ویلي چې د خپل هېواد د برېښنا ملي شبکې د دولتي شرکت له راپور وروسته، چې پکې د روسیې د «ستر برید» یادونه شوې، کییف له پولنډ څخه د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده. د اوکرایني چارواکو په وینا، د دغه بریدونو له امله د لویدیځ اوکراین د بورشتینسکا او ډبروتویرسکا برېښنا فابریکې زیانمنې شوې دي.
د «اوکرنرګو» شرکت، چې د اوکراین د برېښنا د شبکې چلوونکی دی، اعلان کړی چې د برېښنا پر تاسیساتو پراخو بریدونو له امله په ډېرو سیمو کې د اضطراري برېښنا پرېښودنې پلي شوې دي. دغه اداره زیاته کړې ده چې د امنیتي وضعیت له ښه کېدو وروسته به د بېرته رغونې چارې پیل شي.
د دغو پېښو له امله، د پولنډ په سوېل ختیځ کې دوه هوایي ډګرونه، «ژشوف» او «لوبلین»، خپل الوتنې موقتآ ودرولې، څو پوځ ته د هوايي فعالیت لپاره زمینه برابره شي. د ژشوف ښار د اوکراین له پولې سره نږدې موقعیت لري او د ناټو د پوځي تجهیزاتو د لېږد له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.




