د افغانستان کرنیز صادرات د ازبکستان له لارې پیل شول

په داسې حال کې چې له پاکستان سره د افغانستان پوله د پوځي کړکېچونو له امله لا هم تړلې پاتې ده، د طالبانو ادارې اعلان کړی چې له ازبکستان سره نوی هوکړهلیک لاسلیک شوی، چې له مخې به د افغانستان کرنیز محصولات د هوايي لارو له لارې صادریږي.
د بلخ ولایت د طالبانو ویاند حاجي زید ویلي، ټاکل شوې چې د افغانستان میوې او کرنیز توکي لکه انار، اینځر، سبزيجات او نور موسمي مېوې د ازبکستان د فضايي لارې منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا او اروپا ته صادر شي.
نوموړي دا هم ویلي چې له دې صادراتو سره هممهاله، د افغان سوداګرو سره د غوښو د استولو په برخه کې هم موافقې شوې او دا بهیر د عملي کیدو په حال کې دی. ویل شوي چې اړین قراردادونه یې لاسلیک شوي او د پروازونو لپاره ترتیبات نیول کیږي.
طالبان هڅه کوي چې د دوی په وینا، له دې هوايي مسیر څخه د پاکستان د دودیزو تجارتي لارو بدیل جوړ کړي؛ هغه لارو چې اوسمهال د سرحدي دروازو د بندېدو له امله بېفعاله شوې دي.
د پاکستان سره د شماللوېدیځ او سوېلختیځ دروازو بندښت، چې د افغانانو لپاره تر ټولو مهمې صادراتي او وارداتي لارې وې، پر سوداګرو او کروندګرو سخت اقتصادي فشارونه راوستي دي. اوس لا څرګنده نه ده چې د ازبکستان بدیل به دا تشه تر کومه حده ډکه کړای شي. طالبانو تر دې وړاندې څو ځله د صادراتو د پراختیا ژمنې کړې وې، خو د بنسټیزو ستونزو او د مشروع نظام د نشتوالي له امله دغه پلانونه تر ډېره نه دي عملي شوي.




