پاکستاني سناتور: د انسان ژوند ارزښت په هېواد کې له منځه تللی

راجا ناصر، د پاکستان د سنا غړی او د مجلس وحدت مسلمین ګوند مشر، د اسلاماباد د وروستۍ حملې د قربانیانو د جنازې له مراسمو وروسته، د هېواد حکومت او دولتي ادارې د خپلو اتباعو د ژوند په وړاندې د بېپروايۍ په تور تورن کړل.
هغه وویل، په اوسني حالت کې په پاکستان کې د انسان ژوند ته نور هېڅ ارزښت نه دی پاتې او پرلهپسې خونړۍ پېښې دا تریخ واقعیت څرګندوي.
دغه پاکستاني سناتور ادعا وکړه چې د واکمنانو کړنه ښيي، دوی د ولس له ارادې نه دي راوتلي، بلکې پر ټولنه «تطبیق» شوي دي. د ده په وینا، د خلکو او د واک د جوړښت تر منځ واټن په اندېښمنوونکي توګه زیات شوی دی.
راجا ناصر زیاته کړه چې د حکومت او دولتي ادارو په وړاندې د خلکو باور په بشپړه توګه له منځه تللی، ځکه له هرې پېښې وروسته یوازې اعلامیې خپرېږي او د عدالت د ټینګېدو هېڅ نښه نه لیدل کېږي.
هغه په انتقادي لحن وویل: «زموږ تر ټولو لوی جرم دا دی چې موږ په پاکستان کې زېږېدلي یو.» نوموړي ټینګار وکړ چې د قربانیانو د جنازې په مراسمو کې د خلکو د درد، بېوسۍ او غوسې ډکې څېرې د ټولنې د ژور نا امیدۍ څرګندونه کوي.
دغه د اپوزېسیون مشر خبرداری ورکړ چې تر هغه وخته چې د انسان د ژوند درناوی په رښتینې توګه لومړیتوب ونهلري، د داسې دردناکو صحنو تکرار به نه شي درېدلی.




