د طالبانو د اقتصادي کمېسیون د بهرنيو پانګهوالو د اقامت طرح وڅېړله

د طالبانو د حکومت اقتصادي کمېسیون چې مشري یې د رييسالوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند کوي، د شنبې په ورځ خپله نوبتي غونډه وکړه چې په هغې کې په افغانستان کې بهرنیو پانګهوالو ته د اقامت ورکولو موضوع د بحث اصلي محور وه.
د اقتصادي مرستيال دفتر د خپرو شوو معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې وړانديز وشو چې بهرنیو پانګهوالو ته د خپلو پانګوونو په بدل کې د يو تر لسو کلونو پورې د اعتبار لرونکی اقامت ورکړل شي. دغه وړانديز د بحث وروسته د کمېسیون له خوا تصويب شو.
د غونډې د پرېکړې له مخې، يوه ځانګړې کمېټه وټاکل شوه تر څو د اقامت د ورکړې کړنلاره د پانګوونې د کچې له مخې ترتيب کړي او اړوند وېشونه وروستي کړي. ټاکل شوې ده چې د دې کمېټې راپور د اقتصادي کمېسیون په راتلونکې غونډه کې وړاندې شي.
دا پرېکړه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو اداره تل د بهرنیو پانګوونې د جذب لپاره د اسانتياوو برابرولو خبرې کوي، خو منتقدان وايي چې د قانوني شفافيت نشتوالی، پراخې ټولنيزې محدوديتونه او نړيوال مشروعيت نهلرل، لا هم د بهرنیو پانګهوالو د دوامدار اعتماد د جلب پر وړاندې جدي خنډونه بلل کېږي.




