اقتصادمهم خبرونه

په جلال‌اباد کې د يو نوي سړک د جوړېدو چارې په رسمي توګه پيل شوې

د ښارواليو د چارو عمومي رياست ويلي چې د ننگرهار ولايت د مرکز جلال‌اباد ښار په شپږم ناحيه کې د يو نوي سړک د جوړولو کار په رسمي ډول پيل شوی دی. د دې پروژې ارزښت ۲۵ ميليونه افغانۍ اټکل شوی او ويل شوي چې لګښت به يې د جلال‌اباد ښاروالۍ د داخلي عوايدو له بودجې څخه تمويل شي.

د دې رياست د معلوماتو له مخې، ياده پروژه به د شپږمې ناحيې د لومړي او دوهم گذر په برخه کې تطبيق شي او موخه يې د ښاري تګ راتګ ښه والی او د سيمې د اوسېدونکو لپاره د تګ راتګ اسانتيا ده.

چارواکي وايي، دغه سړک ۱۳۵۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره پلنوالی لري او د ساختماني کارونو بشپړول به يې د روان کال تر پايه پورې ترسره شي.

په ورته وخت کې، د طالبانو ادارې چارواکي ادعا کوي چې د داخلي عوايدو ډېرښت د دې سبب شوی چې په هېواد کې د ښارونو او بنسټيزو پروژو د پلي کېدو زمينه برابره شي. دغه ادعا تر دې وړاندې هم شوې وه، خو د عوايدو د شفافيت او د لګښت څرنګوالی تل د هېوادوالو د پوښتنو لاندې پاتې شوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button