د ۴۵۱ میلیونه افغانیو په لګښت د پنجشیر–تخار سړک د جوړېدو چارې ژر پیلېږي

د پنجشیر ولایت سیمهییزو چارواکو ویلي چې د پنجشیر او تخار ولایتونو ترمنځ د نښلونکي سړک د جوړولو چارې به ډېر ژر پیل شي. د دې پروژې ارزښت له ۴۵۱ میلیونه افغانیو څخه زیات اټکل شوی او موخه یې د دواړو ولایتونو ترمنځ د واټن کمول او د تګ راتګ اسانتیاوې رامنځته کول دي.
د پنجشیر ولایت د مطبوعاتي دفتر له معلوماتو سره سم، د دې ولایت والي حافظ محمدآغا حکیم د طالبانو د عامه ګټو له وزیر ملا محمدعیسی ثاني سره د یو شمېر بنسټیزو پروژو په اړه خبرې کړې دي. د دواړو لوریو خبرې د پنجشیر–تخار سړک، د آبشار ولسوالۍ د سړک او د ولایت د عامه لارو د رغونې پر چارو متمرکزې وې.
سرچینه وایي، ټاکل شوې چې ۲۶ کیلومتره اوږد د پنجشیر–تخار سړک د ۴۵۱ میلیونه او ۶۰۰ زرو افغانیو په لګښت جوړ شي. همدارنګه، د آبشار ولسوالۍ د سړک د جوړولو پروژه چې ۷٫۷ میلیونه افغانۍ لګښت لري، هم د نږدې پلانونو په نوملړ کې شامله ده.
ځایي مسوولین وایي، له دې سړک د بشپړېدو وروسته به د پنجشیر او تخار تر منځ واټن راکم شي، او د تخار او شمال ختیځو ولایتونو اوسېدونکي به وکولای شي چې د څو ورځو پر ځای په څو ساعتونو کې کابل ته ورسېږي. دغه موضوع به د سیمې پر تګ راتګ او اقتصادي فعالیتونو مثبت اغېز ولري.




