د عراق په هوايي برید کې د داعش يو مهم مشر وژل شوی

يو عراقي امنيتي سرچينه وايي چې د دغه هېواد د هوايي ځواکونو په عملياتو کې د داعش يو لوړپوړی مشر وژل شوی دی. د سرچينې په وينا، وژل شوی کس چې ابو حجر العاني نومېږي، د داعش له خوا د «نينوى د جزيرې حاکم» په توګه پېژندل کېده.
د خپرو شوو معلوماتو له مخې، دا عمليات پرون د عراق د اردو د ايف–۱۶ جنګي الوتکو له خوا ترسره شول او د الحضر سيمې ځينې برخې یې په نښه کړې. د برید په پايله کې، د ابو حجر العاني ترڅنګ د داعش څلور نور غړي هم وژل شوي دي.
ياده امنيتي سرچينه زياتوي چې العاني د داعش له مهمو څېرو څخه و او په الانبار او نينوى ولايتونو کې یې د ترهګريزو بريدونو او فعاليتونو په ترسره کولو کې مهم رول لوباوه. د ده په کارنامو کې د تاوتريخوالی او ناامنۍ ګڼې پېښې شاملې وې.
سرچينه دا هم وايي چې د عراق ځواکونه تېرو مياشتو کې د العاني د نيولو هڅه کوله او له دې وروسته چې د ده د پټنځي پته معلومه شوه، د داعش د دغه مشر د له منځه وړلو لپاره هوايي عمليات ترسره شول.




