حافظ حمدالله د د پاکستان د امنیتي ادارو ادعاوې ننګولي

حافظ حمدالله، د جمعیت علمای اسلام ګوند یو مشر غړی او د پاکستان پخوانی سناتور، د دغه هېواد پر امنیتي او استخباراتي بنسټونو تنده نیوکه کړې او د اسلاماباد رسمي ادعاوې د ناامنۍ د ریښو په اړه یې تر پوښتنې لاندې راوستې دي. هغه دا حالت د کورنيو ناکاميو پایله وبلله.
هغه په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې د پاکستان حکومت تل هڅه کوي د پلازمېنې او نورو سیمو د ناامنۍ پړه پر افغانستان واچوي، خو د ده په وینا دا روایت د میداني واقعیتونو سره سمون نه خوري. حمدالله پوښتنه وکړه که چیرې د تاوتریخوالي عاملان له افغانستانه راځي، نو ولې دا ناامنۍ نورو سیمهییزو هېوادونو لکه ایران او چین ته نه خپرېږي.
دغه پاکستانی سیاستوال د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې، چې ویلي یې و هغه هېوادونه چې منظم پوځ نه لري د سوریې او لبنان برخلیک ته دوام کوي، وویل: پاکستان ځان د یو له پیاوړیو پوځونو، استخباراتو او اټومي وړتیا لرونکو هېوادونو څخه ګڼي، خو د دغو ادعاوو سره سره، د ښارونو امنیتي وضعیت لا هم بحراني دی او هره ورځ له کوڅو جنازې پورته کېږي.
حمدالله همدارنګه د پاکستان سیاسي او ټولنیز چاپېریال محدودونکی وباله او وویل، د حق غوښتنې غږ دلته خاموش کېږي. د هغه په وینا، د خلکو اصلي اندېښنه مرګ نه، بلکې د پوښتنو کولو او د حساب غوښتنې له امله مجازات کېدل دي.
هغه ټینګار وکړ چې ولس حق لري د توی شوي وینې په اړه ځواب وغواړي او دی به د فشارونو یا ګواښونو پروا ونه کړي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې وروسته له هغې چې داعش پورې تړلو کسانو ته منسوب وروستی ځانمرګی برید په اسلاماباد کې وشو، پاکستانی چارواکي یو ځل بیا افغانستان تورن کړ. حمدالله، چې خپله د کوټې اوسېدونکی دی، باور لري د پاکستان د امنیتي ناورین ریښې په داخلي ناکامیو کې پرتې دي، نه په ګاونډیو هېوادونو کې.




