د کورنيو چارو وزارت د ترافيک پوليسو ته نوي موټرونه ورکړل

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت د ترافيک عمومي رياست کارکوونکو ته نوي موټرونه وېشل شوي دي. د وزارت د چارواکو په وينا، دا ګام د ترافيک نظم د پياوړتيا او په ښارونو کې د خدماتو د وړاندې کولو د ښه والي په موخه پورته شوی دی.
د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع په يو خبرپاڼه کې وويل چې د دغو وسايطو له ترلاسه کولو سره به د ترافيک قوانينو پلي کول په ښاري سيمو کې لا مؤثر شي او د پېښو او خطرونو پر مهال د پوليسو حضور به په چټکۍ سره تأمين شي.
نوموړي زياته کړه چې د ترافيک پوليسو د کاري وسايطو لاسرسی د تګ راتګ په تنظيم، پېښو ته په رسيدنه او د ښاري بې نظميو په کمولو کې مهم رول لري ـ هغه موضوع چې ښاريان تل له اړوندو ادارو غوښتي ده.
خو د ښاري چارو شنونکي ټينګار کوي چې د ترافيک د وضعې دوامدار ښه والی يوازې په تجهيزاتو پورې نه محدودېږي؛ بلکې د قانون عادلانه پلي کېدل، د پوليسو د کار شفافيت او د عامه پوهاوي جدي پاملرنه هم اړينه ده.




