مهم خبرونهنړیوال

آنروا: محدوديتونه د غزې اړمنو ته د مرستو رسېدل بند کړي دي

د ملګرو ملتونو د نړيوالې مرستې او کار ادارې (آنروا) ويلي چې دا اداره د غزې په ټوله سيمه کې د بنسټيزو خدمتونو د وړاندې کولو وړتيا، مهارت او لاسرسی لري، خو منظمې محدوديتونه د هغو خلکو د مرستو د رسېدو مخه نيسي چې د بقا لپاره پرې متکي دي.

د آنروا په وينا، دا اداره په بېلابېلو سيمو کې کولای شي حياتي خدمتونه لکه روغتيايي پاملرنه، تعليمي پروګرامونه او د اوبو او حفظ الصحې اړوند فعاليتونه وړاندې کړي؛ هغه خدمتونه چې د زرګونو کورنيو د ورځني ژوند لپاره حياتي ارزښت لري.

خو دغه اداره زياتوي چې اوسني خنډونه په دوامداره ډول د آنروا د کارکوونکو او اسانتياوو د لاسرسي بهير ګډوډ کړی او د ادارې توان يې د بېړنيو اړتياوو د پوره کولو په برخه کې کمزوری کړی دی.

آنروا ټينګار کړی چې د دغو محدوديتونو دوام به جدي بشري پايلې ولري او اړينه ده چې د غزې په ټوله سيمه کې د بشردوستانه مرستو د خوندي او بې‌خنډه لاسرسي زمينه برابره شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button