محمود صیقل: د طالبانو تګلارې د بېځای کېدو کړۍ نوره هم پیاوړې کړې ده

د ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي محمود صیقل ویلي چې د طالبانو د سخت دریځه تګلارو له امله د هېواد د خلکو د بېځای کېدو لړۍ لا هم دوام لري او د مهاجرینو جبري ستنیدل دغه کړۍ نوره هم پیاوړې کړې ده.
صیقل ویلي، داسې راپورونه شته چې څرګندوي یو شمېر هېوادونه د کابل له هوايي ډګر څخه د افغان مهاجرینو د ستنولو په بدل کې طالبانو ته نغدي امتیازات او برخی اسانتیاوې ورکوي. د هغه په وینا، دغه امتیازات د خلکو د ژوند د ښهوالي پر ځای د فشار او محدودیت د پراخېدو لپاره کارېږي.
نوموړي زیاته کړې چې دا ډول چلند یو ناسمه کړۍ رامنځته کړې ده؛ فشار او سرکوب خلک د تېښتې لور ته اړوي، او د دوی جبري بېرته ستنېدل د نوو فشارونو زمینه برابروي. د هغه په باور، دا وضعیت میلیونونه افغانان په دوامداره ناامنۍ او بېثباتۍ کې ساتلی دی.
دغه پخواني دیپلمات ټینګار کړی چې د دې کړۍ ماتول یوازې د یوه مشروع، قانونمند او ځوابګوي حکومت په رامنځته کولو سره ممکن دي؛ هغه څه چې د نوموړي په وینا، طالبان تر اوسه پکې بریالي نه دي شوي.
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د مهاجرینو اړوند ادارو د راپور له مخې، له سپتمبر ۲۰۲۳ راپدیخوا نږدې دوه میلیونه افغانان یوازې له پاکستانه هېواد ته ستانه شوي دي. همدارنګه ویل شوي چې د فبرورۍ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې هره ورځ نږدې دوه زره کسان، په خپله خوښه یا په جبري ډول، افغانستان ته داخل شوي دي؛ هغه کسان چې ډېری یې د پولیسو د نیولو او ورته خطرونو له وېرې بېرته ستنېدلو ته اړ شوي دي.




