د روغتیا وزارت د درملو د تنظیم رئیس ترکیې ته سفر وکړ

نعیمالله ایوبي، د روغتیا وزارت د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، د یوې تخنیکي ډلې سره یو ځای په رسمي سفر ترکیې ته تللی دی.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دا هیأت به د سفر پر مهال د ترکیې د درملو د تنظیم ادارې له مسئولانو سره وویني او د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم، څارنې او مدیریت په تړاو به بحثونه وکړي.
همدارنګه پلان شوی چې د دې هیأت غړي به په ترکیه کې د درملو د تولید له یو شمېر کارخانو څخه لیدنه وکړي، څو له نږدې د تولید، د کیفیت کنټرول او تخنیکي معیارونو له طریقو سره بلد شي.
د عامې روغتیا وزارت زیاته کړې ده چې د دې سفر اصلي هدف د افغانستان او ترکیې ترمنځ د درملو د تولید او وارداتو په برخه کې د لا ښه همغږۍ رامنځته کول دي، څو په لنډمهاله او اوږدمهاله توګه د هېواد اوسېدونکي د مناسب کیفیت او د منلو وړ بیې درملو ته لاسرسی ولري.




