يخنۍ او باران له پاکستانه راستانه شوي کډوال له جدي ستونزو سره مخ کړي دي

د وروستيو څو ورځو بارانونو او د هوا سردوالي د هغو افغانانو ژوند سخت کړی چې له پاکستانه راستانه شوي او په موقتي کمپونو کې ژوند کوي. يو شمېر کورنۍ د مناسب سرپناه نشتوالی، د لومړنيو خدمتونو کمښت او د خوراکي توکو ناامني شکايت کوي او وايي اوسنی حالت د دوی بنسټيزو اړتياوو ته ځواب نه شي ويلی.
محمدي ګل، چې له ۴۵ کلونو مهاجرت وروسته هېواد ته راستانه شوی، وايي سره له دې چې د خپل وطن راتګ ورته خوشحالونکی دی، اقتصادي فشارونو د دې خوښۍ خوند تریخ کړی دی. دی چې له خپلې کورنۍ سره په موقتي کمپ کې اوسېږي، زياتوي چې د کار او لومړنيو امکاناتو نشتون د دوی راتلونکی له ابهام سره مخ کړی دی.
محمد ګل، بل راستانه شوی افغان، وايي که د کار زمينه برابره نه شي، په دې حالت کې ژوند ته دوام ورکول ناشوني دي. د ده په وينا، په اوسني ځای کې نه د ماشومانو لپاره ښوونځی شته او نه د لويانو لپاره د کار فرصت، چې دا چاره د کورنيو اندېښنې دوه چنده کړې دي.
عبدالرزاق، يو بل راستانه شوی افغان، رسنيو ته ويلي چې دوی د کار کولو لپاره په هره برخه کې چمتو دي، خو دندې شتون نه لري. هغه ټينګار کوي چې په پاکستان کې یې په سوداګرۍ او بېلابېلو کارونو بوخت و، خو اوس په خپل هېواد کې ورته امکانات نه شته.
يو شمېر نور راستانه شوي کسان له د طالبانو له ادارې غواړي چې د دوی لپاره دايمي سرپناه برابره کړي او د ژوند بنسټيزو خدمتونو ته د لاسرسي ډاډ ورکړي. نقرالدين، يو له دغو کسانو څخه، وايي اوس مهال حتی مناسب سرپناه نه لري او عاجلې خوراکي او بشردوستانه مرستو ته اړتيا لري.
د مهاجرينو د حقونو فعالان خبرداری ورکوي چې د ژمي له زياتېدو سره به د بشري بحران د پراخېدو خطر زيات شي. دوی ټينګار کوي چې عاجلې او دوامداره مرستې، په ځانګړي ډول د کار د فرصتونو رامنځته کولو او د استوګنځای د جوړولو په برخه کې، بايد زياتې شي څو د حالت له خرابېدو مخنيوی وشي.
نذر محمد نظري، د مهاجرينو د حقونو فعال، وايي هغه بنسټونه چې د مهاجرينو ملاتړ کوي، بايد د سرپناه په جوړولو او د بشردوستانه مرستو په ورکولو سره له راستانه شوو کسانو عملي ملاتړ وکړي. د ده په وینا، دا چې دغه کورنۍ په موقتي کمپونو کې بې له څرګند پلان څخه پرېښودل شوې، د مديريت کمزوری او د دوی د انساني کرامت له پامه غورځول ښيي.
له دې مخکې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ استازي په افغانستان کې د الجزيرې سره په خبرو کې ويلي وو چې هېواد د راستانه شوو افغانانو د مديريت ظرفيت لري، خو د هغوی د بيا جذب او ادغام په برخه کې جدي ستونزې شتون لري؛ هغه ستونزې چې د اوسني حالت له دوام سره لا هم پاتې دي.




