امنیت او پېښېمهم خبرونه

په افغانستان کې د نه‌چاودېدلو ماینو له امله د مړه او ټپیانو شمېر زیات شوی

د ملګرو ملتونو د ماین‌پاکۍ ادارې په افغانستان کې اعلان کړی چې په تېر یوه کال کې لږ تر لږه ۹۲ کسان د ماینونو او نه‌چاودېدلو مهماتو د چاودنو له امله مړه شوي او ۳۷۹ نور ټپیان دي. دا شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې د جګړې پاتې انفجاري مواد لا هم د هېوادوالو ورځنی ژوند ګواښي.

د دې ادارې مسوول نیک پونډ، ورځپاڼې ټېلېګراف ته ویلي چې نژدې دوه پر درېیمه برخه قربانیان ماشومان دي؛ دا یوه اندېښمنوونکې خبره ده چې ښيي ماشومان په ککړو سیمو کې تر ټولو زیاته زیان‌منونکي ډله ده او د مخنیوي هڅې کافي نه دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د افغانستان له زر مربع کیلومتره زیاته ځمکه لا هم د ماینونو او نه‌چاودېدلو مهماتو ککړه ده او میلیونونه افغانان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې دا انفجاري مواد د خاورې لاندې پاتې دي. دغه وضعیت کرنیزو ځمکو، د تګ راتګ لارو او استوګنیزو ساحو ته د تل پاتې خطر سبب شوی دی.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو په افغانستان کې د یوناما دفتر ویلي و چې افغانستان د جګړې د پاتې انفجاري موادو له امله د مړینو له پلوه په نړۍ کې درېیم ځای لري. د دې حالت دوام د ماین‌پاکۍ د پروګرامونو د اغېزمنتیا او د طالبانو د حکومت د مسؤلیت په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي، په ځانګړي ډول د ملکي وګړو او ماشومانو د خوندیتوب په برخه کې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button