د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

په پاکستان کې د يوې مياشتې په ترڅ کې له اووه زرو زيات افغان مهاجر نيول شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د نړيوالې کډوالۍ سازمان د ګډ راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې تر ۳۱مې پورې ټول ۷ زره او ۱۵ افغان اتباع په پاکستان کې نيول شوي دي.

په راپور کې ويل شوي چې د بلوچستان ايالت تر ټولو زياتې نيونې ثبت کړي دي؛ په دغه موده کې ۳ زره او ۷۱۳ کسان د پاکستاني ځواکونو له خوا نيول شوي دي. له دې وروسته اسلام‌اباد دوهم ځای لري، چېرته چې ۱ زره او ۵۲۸ افغانان نيول شوي دي.

دغو نړيوالو بنسټونو همدارنګه زياته کړې، چې په همدې موده کې ۷۷ زره او ۳۰۴ افغانان له پاکستانه افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي. په راپور کې څرګنده شوې نه ده چې د دغو ستنېدنو څومره برخه رضا کارانه او څومره د فشار او نيونو له امله رامنځته شوې ده.

د افغان کډوالو پراخې نيونې او ستنېدنې په داسې حال کې روانې دي، چې ډېری دغه کسان له قانوني استوګنې، بشردوستانه شرايطو او حقوقي ملاتړ څخه بې برخې دي. دغه وضعيت د کډوالو د حقونو د مدافع بنسټونو اندېښنې زياتې کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button