په روسیه کې د افغانستاني پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی

د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۸۱ د افغانستان اتباعو په دغه هېواد کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت کړي دي. د دې احصایو له مخې، افغانستان د پناه غوښتونکو د شمېر له پلوه درېیم ځای لري.
د راپور له مخې، په تېرو کلونو کې د پناه غوښتنې تر ټولو ډېر غوښتنلیکونه د اوکراین له اتباعو لخوا وړاندې شوي چې شمېر یې ۳۳۳۲ کسانو ته رسېږي. له هغه وروسته، سوریه د ۳۱۹۶ غوښتنلیکونو په لرلو سره په دویم ځای کې ده.
په دغه نوملړ کې ازبکستان د ۱۷۶ غوښتونکو او آلمان د ۱۲۹ کسانو سره د هغو پنځو هېوادونو له ډلې ګڼل شوي چې په روسیه کې د موقتي پناه غوښتنې ثبت کېدو په لومړیو کې راځي. په ټوله کې، په ۲۰۲۵ کال کې ۸۲۲۰ بهرنیو اتباعو په روسیه کې د موقتي پناه غوښتنې لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړي، چې دا شمېر د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۱۳۴۱ زیاتوالی ښیي.
د روسیې د قوانینو له مخې، موقتي پناه هغو کسانو ته د قانوني استوګنې اجازه ورکوي او هغوی ته دا حق ورکوي چې بې له جواز څخه کار وکړي، د اجباري بیمې تر پوښښ لاندې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ولري، د سفر اسناد ترلاسه کړي، تعلیمي فرصتونه او ځینې مالي مرستې تر لاسه کړي. دغه وضعیت د روسیې د موقتي استوګنې اجازې او په پای کې د تابعیت د ترلاسه کولو د لومړي پړاو په توګه ګڼل کېږي.




