امنیت او پېښېمهم خبرونه
د کندز په ښار کې د طالبانو پر امنیتي پوسته د وسله والو برید

محلي سرچينې وايي، د افغانستان د ازادۍ جبهې جګړهمارانو د پنجشنبې ماښام، د ۱۴۰۴ کال د سلواغې پر ۱۶مه نېټه، په کندز ښار کې د ازادۍ په څلورلارې کې د طالبانو د ادارې يوه امنيتي پوسته په نښه کړې ده.
د دغو سرچينو په وينا، د بريد په پايله کې د طالبانو دوه جګړهماران وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي. دا پېښه د ماښام شاوخوا ۶:۳۰ بجې رامنځته شوې ده.
همدارنګه، د عملياتو پر مهال د طالبانو يو پوځي موټر هم ويجاړ شوی دی. تر اوسه د طالبانو اړوند ادارو د دې بريد او تلفات په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.
په شمالي ولايتونو، په ځانګړي توګه په کندز کې د ناامنۍ او وسله والو بريدونو دوام، د سيمې د اوسېدونکو اندېښنې زياتې کړې دي او دا پوښتنې يې راپورته کړې چې د طالبانو اداره د ښاري سيمو د امنيت په تأمينولو کې څومره توان لري.




