سياستمهم خبرونهمهم سرلیک

د ايران او امريکا غيرمستقيم خبرې د عمان په مسقط ښار کې پيل شوې

د اسلامي جمهوريت ايران او د امريکا متحده ایالاتو تر منځ غيرمستقيم خبرې د عمان په منځګړيتوب د جمعې سهار د مسقط په ښار کې پيل شوې. د خپرو شويو معلوماتو له مخې، د دې خبرو اصلي محور د اټومي دوسیې او د بندیزونو د لېرې کولو موضوع ده.

له خبرو مخکې، د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير، عباس عراقچي، تېر ماښام د يوې ديپلوماتيکې ډلې په مشرۍ مسقط ته سفر وکړ څو د دې خبرو په لړۍ کې ګډون وکړي. دا خبرې په غيرمستقيم ډول د عمان د ديپلوماتيک رول په مرسته ترسره کېږي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند، اسماعيل بقايي، په شبکې “ايکس” کې په يو پيغام کې ويلي چې دا ديپلوماتيک تعامل د دې لپاره روان دی چې د اټومي موضوع په اړه يو عادلانه او د دواړو خواوو د منلو وړ تفاهم ته ورسېږي. هغه ټینګار کړی چې سره له دې چې د تېرو تجربو پام ساتل کېږي، هڅه ده چې د ديپلماسۍ له لارې د ملي ګټو د خوندي کولو او د سيمې د ثبات د ساتنې لپاره کار واخيستل شي.

د ايران د بهرنيو چارو د وزارت د وياند په وينا، ګاونډيو او سيمه‌ييزو هېوادونو د دې بهير د زمينې په برابرولو کې ونډه لرلې او د هغوی مننه شوې ده. نوموړي هيله څرګنده کړې چې د امريکا لوری دې په مسؤلانه او واقع‌بينانه دريځ سره په دې خبرو کې برخه واخلي.

خبري سرچينې وايي، د مسقط د خبرو اجندا په مشخص ډول د اټومي دوسیې او بندیزونو پورې اړوند موضوعاتو ته محدوده ده. ايراني چارواکو هم ټینګار کړی چې هغه مسايل چې له دې چوکاټه بهر وي، لکه دفاعي يا سيمه‌ييزې موضوعات، د خبرو په اجندا کې نه شاملېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button