د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

افغان پناه‌ځای غوښتونکي په اسلام‌اباد کې د پاکستان د پولیسو له نیونو او باج‌اخیستو شکایت کوي

یو شمېر افغان پناه‌کېدونکي په پاکستان کې وايي، د دغه هېواد پولیسو په اسلام‌اباد او شاوخوا ښارګوټو کې د نیونو او باج‌اخیستو لړۍ زیاته کړې ده او د دوی د ژوند شرایط خورا ستونزمن شوي دي.

د دغو پناه‌کېدونکو په وینا، د جمعې په ورځ د سلواغې پر ۱۷مه، د پاکستان پولیسو د یوې اونۍ دننه دوهم ځل په اسلام‌اباد کې د E11 سیمې له کورونو کورونو تلاشي اخیستې او یو شمېر اوسېدونکي یې نیولي دي. دوی زیاتوي، پولیسو د تلاشیو پر مهال د کورونو دروازې ماتې کړې او شخصي توکي یې، په شمول د المارۍ، پلټلي دي.

ځینې پناه‌کېدونکي وايي، دوی د نیونې، بدل اخیستو او د طالبانو د ادارې له فشارونو د وېرې له امله افغانستان پرېښی او پاکستان ته تللي، خو اوس احساس کوي چې یو ځل بیا د هماغه جوړښت تر ګواښ او کنټرول لاندې راغلي دي.

د پناه‌کېدونکو په وینا، دا چلند یوازې د E11 سیمې پورې محدود نه دی، بلکې په فیصل ټاون او د اسلام‌اباد په یو شمېر نورو سیمو کې هم د پولیسو له لوري د نیونو او د پیسو د غوښتنو ورته پېښې راپور شوي دي.

دا وضعیت داسې مهال سخت شوی چې پاکستان د طالبانو له ادارې سره د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو وروسته د افغان پناه‌کېدونکو د نیولو او جبري ایستلو لړۍ پراخه کړې ده؛ یو اقدام چې د بشري حقونو د بنسټونو جدي اندېښنې یې راولاړې کړې دي.

پناه‌کېدونکو له لوېدیځو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې پر پاکستان فشار راوړي تر څو هغه کسان چې له خطر سره مخ دي، بېرته افغانستان ته ونه استوي.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې هغه کسان چې افغانستان ته بېرته استول کېږي، په ځانګړي ډول ښځې، پوځي افسران، د پخواني حکومت کارکوونکي او خبریالان، له طالبانو د خپل‌سري نیونې، شکنجې او د بشري حقونو له نورو سرغړونو له جدي خطر سره مخ دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button