افغان کډوال: د اسلاماباد پولیس موږ نیسي او پیسې ترې غواړي

یو شمېر افغان کډوال په پاکستان کې وايي چې د اسلامآباد پولیس د دوی نیونې او د پیسو غوښتنې لړۍ زیاته کړې ده او اوس د هغوی ژوند له مخکې ډېر ستونزمن شوی دی.
د دغو کډوالو په وینا، د جمعې په ورځ د سلواغې ۱۷مه، د پاکستان پولیسو د یوې اوونۍ دننه دوهم ځل د اسلامآباد د E11 سیمې په کورونو چاپه وهلې او یو شمېر اوسېدونکي یې نیولي دي. هغوی زیاتوي چې د پولیسو ځواکونو د تلاشی پر مهال د کورونو دروازې ماتې کړې او شخصي وسایل، لکه المارۍ، پلټلي دي.
ځینې کډوال وايي چې دوی د طالبانو د ادارې له خوا د احتمالي نیونې، غچ اخیستنې او فشارونو له وېرې افغانستان پرېځولی او پاکستان ته تښتېدلي، خو اوس احساس کوي چې یو ځل بیا د هماغه جوړښت تر کنټرول او ګواښ لاندې راغلي دي.
د کډوالو په وینا، دا چلند یوازې د E11 سیمې پورې محدود نه دی، بلکې د فیصلټاون ښارګوټي او د اسلامآباد په یو شمېر نورو سیمو کې هم د پولیسو له خوا ورته نیونې او د پیسو غوښتنې رپوټونه ورکړل شوي دي.
دا وضعیت په داسې حال کې سخت شوی چې پاکستان د طالبانو له ادارې سره د اړیکو د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته د افغان کډوالو د نیونې او جبري ایستلو لړۍ پراخه کړې ده؛ یوه چاره چې د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو سختې اندېښنې راوپارولې دي.
کډوالو له لوېدیځو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې پر پاکستان فشار راوړي څو هغه کسان بېرته افغانستان ته نه ستانه کړي چې د خطر سره مخ دي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې هغه کسان چې افغانستان ته شړل کېږي، په ځانګړي ډول ښځې، پخواني سرتېري، د پخواني حکومت کارکوونکي او خبریالان، د طالبانو د ادارې له خوا د خپلسریو نیونو، شکنجې او د بشري حقونو د نورو سرغړونو له جدي خطر سره مخ دي.




