د وارداتي برېښنا د قطع کېدو له امله کابل او ۱۲ ولایتونه له پراخې برېښنا بندۍ سره مخ شول

د وارداتي برېښنا د ۲۲۰ کیلوولټه نایباباد–پلخمري د لین پرې کېدو له امله د کابل ښار او لږ تر لږه ۱۲ نور ولایتونه له پراخې برېښنا بندۍ سره مخ شوي دي، هغه حالت چې د زرګونو اوسېدونکو ورځنی ژوند یې اغېزمن کړی دی.
د افغانستان د برېښنا شرکت (برشنا) ویلي، دغه لین د تنگې تاشقرغان په سیمه کې زیانمن شوی او له همدې امله د سمنګان او بغلان یو شمېر برخې، او همدارنګه د پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ، غزني، ننګرهار او لغمان ولایتونه له برېښنا بېبرخې شوي دي.
برشنا زیاته کړې چې د یاد شرکت تخنیکي ډلې د څېړنې او ترمیم لپاره سیمې ته استول شوې دي، خو د سختې طوفاني هوا او د اقلیم د خرابېدو له امله د کار بهیر ځنډېدلی او د لین ترمیم تر هغه وخته ځنډول شوی چې هوا مناسبه شي.
دا د روانې میاشتې دوهم ځل دی چې له ازبکستان څخه واردېدونکې برېښنا افغانستان ته پرې کېږي. تر دې مخکې هم د سالنګ په لاره کې د برېښنا د پرې کېدو راپورونه ورکړل شوي وو. د دغو پیښو تکرار یو ځل بیا د افغانستان د برېښنا شبکې کمزوري او د هېواد د انرژۍ له وارداتو سره ژوره تړاو څرګندوي.
په داسې حال کې چې د افغانستان ډېره برېښنا د ګاونډیو هېوادونو لکه ازبکستان او ترکمنستان څخه تأمینېږي، د طالبانو د ادارې له خوا د پایدارې پانګونې او روښانه پلان د نشتوالي له امله د برېښنا تکراري بندۍ د خلکو اندېښنې لا زیاتې کړې دي.




