ملګرو ملتونو: داعش خراسان د سيمې لپاره جدي ګواښ دی

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د اسلامي دولت په نوم د ډلې خراسان څانګه يا داعش لا هم په افغانستان کې د سيمې او له سيمې بهر د امنيت لپاره يو له جدي ګواښونو څخه ده؛ دا ارزونه د طالبانو د ادارې له ادعاوو سره په ټکر کې ده.
الکساندره زویف، د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد دفتر يو چارواکی، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې چې د داعش د ګواښونو پر حالت متمرکزه وه، وويل چې له تېر کال منځ څخه تر اوسه د دې ډلې فعاليتونه او عملياتي وړتيا لوړه شوې او لا پېچلې شوې ده. هغه ټینګار وکړ چې په افغانستان کې داعش خراسان لا هم د سيمې او نړيوالې کچې د زيان رسولو وړتيا ساتلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اداره څو ځله دا ډول ارزونې رد کړې او ادعا يې کړې چې داعش په افغانستان کې په بشپړه توګه ځپل شوی دی. د طالبانو د ادارې وياند ذبيحالله مجاهد په اېکس شبکه کې په يو پيغام کې ادعا کړې چې په افغانستان کې هېڅ «خودسر يا بهرنۍ» وسله واله ډله فعاله نه ده او د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنې بېاساسه دي.
مجاهد همدارنګه ويلي چې په نړيوالو غونډو کې د اندېښنو څرګندونه ځکه کېږي چې د طالبانو د ادارې استازي په دغو غونډو کې نه وي، څو د ده په وينا «حقيقتونه» بيان کړي. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې څو اوونۍ وړاندې په کابل کې د يو چينايي رستورانت پر ضد د مرګونې بريد مسووليت داعش پر غاړه واخيست؛ دغه پېښه د دې ډلې د مهار کچې په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړې.
ملګرو ملتونو له افغانستان پرته هم خبرداری ورکړی چې داعش او ورسره همنظرې ډلې په لويديځه افريقا او ساحل سيمه کې پراخېږي او دا ډله لا هم په سوريه او عراق کې حملې ترسره کوي. د زویف په وينا، د تېر دسمبر مياشتې په استراليا کې پر يوه يهودي مېله مرګونی ډزې هم د داعش د ايديولوژۍ له الهام څخه شوې وې.




