سياستمهم خبرونه

د جوزجان والي د ولسوالیو د ستونزو د حل ژمنه وکړه

مولوي عبدالله سرحدي، چې د طالبانو له خوا د جوزجان ولايت والي ټاکل شوی، د قرقين، خم‌آب، مرديان، منگجک، آقچه، فيض‌آباد او خانقاه ولسوالیو ته په سفر کې له سيمه ييزو اوسېدونکو سره وکتل. د محلې چارواکو په وينا، نوموړي د خلکو ستونزې او اړتیاوې له نږدې واورېدې.

د دغو ولسوالیو اوسېدونکو په جلا جلا غونډو کې د معیاري سړکونو نشتوالي، د برېښنا کمښت، د آمو سيند د اوبو د ډېروالي له امله د کرنيزو ځمکو او استوګنځایونو د خرابېدو، د روغتيايې خدمتونو د کمښت، د ښوونځيو د ترميم او جوړولو اړتیا او د څښاک اوبو لږښت په اړه شکايتونه وکړل. د خلکو په وينا، دغه ستونزې له څو کلونو راهيسې بې اغېزې پاتې دي.

په دې لیدنو کې يو شمېر ګډونوالو له طالبانو د ادارې ملاتړ څرګند کړ، خو د دغو ستونزو پراخوالی ښيي چې د ژمنو او بنسټيزو خدمتونو د برابرولو ترمنځ واټن لاهم پر خپل ځای دی، او د عملي او شفافو اقداماتو اړتیا نوره هم زياته شوې ده.

د جوزجان والي د خلکو له باور مننه وکړه او ويې ويل چې د خلکو او چارواکو ترمنځ همغږي د پرمختګ لپاره اړينه ده. هغه ډاډ ورکړ چې راپورته شوې ستونزې به له اړوندو ادارو سره وڅېړل شي. دا په داسې حال کې ده چې اوسېدونکي تمه لري د دغو څېړنو پايلې په اغېزناکو عملي ګامونو بدل شي.

همدارنګه د ځينو ادارو، لکه د استخباراتو ریاست او د عامې روغتيا ریاست مشرانو، د امنیتي وضعیت، روغتيايي خدمتونو او انکشافي پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ژمنه یې وکړه چې د خلکو غوښتنې به جدي تعقيب کړي. د دغو ژمنو پلي کېدل به د جوزجان د خلکو د ورځني ژوند د ښه‌والي لپاره مهم رول ولوبوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button