ټولنه‌یزمهم خبرونه

په زابل کې د قلات د استنادي دېوال جوړېدو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د زابل سیمه ییز چارواکي وایي، د دې ولایت په مرکز قلات ښار کې د استنادي دېوال د جوړولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې دي. د دوی په وینا، دا پروژه نږدې پنځه میلیونه افغانۍ لګښت لري او موخه یې د سېلابونو له خطره د دې سیمې د ساتنې کچه راکمول دي.

د طالبانو د حکومت د چارواکو په وینا، د دې استنادي دېوال د جوړېدو لګښت د کډوالو د نړیوال سازمان (IOM) له خوا برابر شوی دی. دغه نړیوال سازمان په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د سیمه ییزو ټولنو د زیان‌منېدنې د کمولو په برخه کې فعالیت کړی دی.

جوړ شوی دېوال ۳۲۲ متره اوږدوالی، ۳.۶۷ متره لوړوالی او ۶۰ سانتي‌متره پلنوالی لري. چارواکي وایي، د دې پروژې له بشپړېدو سره لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه، له ۳۰ څخه ډېر استوګنیز کورونه او یو شمېر عامه تاسیسات د سېلابونو له خطره خوندي شوي دي.

زابل له هغو ولایتونو څخه دی چې د بارانونو په موسم کې د سېلابونو له ګواښ سره مخامخ کېږي، او د دغه ولایت د ځینو سیمو اوسېدونکي په تېرو کلونو کې له پام وړ زیانونو سره مخ شوي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button