روغتيامهم خبرونه

په افغانستان کې نږدې پنځه میلیونه کسان د تنفسي ناروغیو له امله دولتي روغتونونو ته تللي

د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتيا وزارت ويلي، په تېرو درې مياشتو کې نږدې پنځه ميليونه کسانو د تنفسي ناروغيو له امله د هېواد په دولتي روغتونونو کې درملنه غوښتې ده. همدارنګه، ۵۰۴ مثبتې پېښې د کورونا ويروس هم ثبت شوې دي.

د دې وزارت وياند، ډاکتر شرافت زمان، وويل چې د تنفسي ناروغيو له امله د ناروغانو شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله زيات شوی، خو د تېر کال دقيق شمېر یې ونه ښود. د ده په وينا، شاوخوا ۳٫۱ ميليونه ناروغان له پنځو کلونو پورته عمر لري چې ډېره برخه يې زړې کسان دي، او نږدې ۱٫۹ ميليونه نور، له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

د ورکړل شويو مالوماتو له مخې، د ثبت شويو کورونا پېښو له ډلې، ۲۱۰ تنه د ۲۰۲۵ کال د نومبر په مياشت کې، ۱۴۱ تنه د دسمبر په مياشت کې او ۱۵۳ تنه د روان ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په مياشت کې ثبت شوي دي. د عامې روغتيا وزارت وياند زياته کړه چې په دې موده کې په دولتي روغتونونو کې د کورونا ويروس له امله د مړينې هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې.

په همدې حال کې، د انتاني ناروغيو متخصص او د ملي انتاني روغتون روزونکی، ډاکتر فريدالله عمري، وويل چې د کورونا ناروغۍ شدت ټيټ دی. نوموړي زياته کړه چې ډېری ناروغان د زکام، ټوخې، ستوني درد او تبو له نښو سره مراجعه کوي او زياتره يې له درملنې وروسته روغېږي.

نوموړي خلکو ته سپارښتنه وکړه چې د ويروسونو د خپرېدو د مخنيوي لپاره ماسک وکاروي، لاسونه منظم د اوبو او صابون په وسيله ومينځي، او هغه کسان چې پر کورونا اخته دي، له نورو خلکو سره خپل تماس محدود کړي.

د کورونا ويروس لومړی ځل په ۲۰۱۹ کال کې د چين د ووهان په ښار کې پېژندل شوی او وروسته نورو هېوادونو ته خپور شو. د نړيوالو راپورونو له مخې، تر اوسه سلګونه ميليونه کسان په نړۍ کې پر دې ويروس اخته شوي او له شپږو ميليونو زيات انسانان وژل شوي دي.

تر دې وړاندې، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د ۱۴۰۲ کال د حمل مياشتې په راپور کې ويلي وو، چې په ټول هېواد کې د کورونا مثبتو پېښو شمېر له ۲۱۰ زرو اوښتی او نږدې اته زره کسان يې ژوند له لاسه ورکړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button