مهم خبرونهنړیوال

د چین او پاکستان ګډه ناسته د څلور اړخیز ترانزیتي دهلیز د پیاوړتیا لپاره په اسلام‌اباد کې ترسره شوه

د چین او پاکستان چارواکو په اسلام‌اباد کې ګډه ناسته ترسره کړه څو د څلور اړخیز ترانزیتي تړون د اغېزمنې پلي‌کېدو او پراختیا لارې وڅېړي. دغه تړون موخه لري چې چین د پاکستان له سمندري بندرونو سره د منځنۍ آسیا هېوادونو وتړي.

د پاکستان د افغانستان ځانګړي استازي صادق خان ویلي، دا مسیر د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز (سیپک) د پروژې له لارې طراحي شوی او کولای شي د سیمې هېوادونو ته د پاکستان د سمندري بندرونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي. د ده په وینا، په وروستیو میاشتونو کې د دې لارې ترانزیتي ترافیک زیات شوی، هغه مسیر چې څو کاله مخکې یې بهیر پیل شوی و.

په دې ناسته کې د چین او پاکستان چارواکو ټینګار وکړ چې د ځینو تخنیکي او اداري اصلاحاتو په ترسره کېدو سره کولی شي دا مسیر لا مؤثر، منظم او د توکو د لېږد وړتیا یې لوړه شي.

اوسمهال د پاکستان اصلي ترانزیتي لار د افغانستان له خاورې تېریږي، خو دا لار د پاکستان او د طالبانو د ادارې ترمنځ د اختلافونو له امله له یو څه مودې راهیسې تړل شوې ده. دغه وضعیت اسلام‌اباد دې ته اړ کړی چې د خپلو توکو د لېږد او د بازارونو ته د لاسرسي لپاره بدیله لارې ولټوي.

اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دې پروژې پلي کېدل کولای شي د افغانستان سیمه‌ییز ترانزیتي موقعیت کمزوری کړي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریز او اقتصادي همکاریو کچه راټیټه کړي؛ هغه موضوع چې منفي اغېزې یې تر ټولو زیات د افغانستان پر اقتصاد او کاروباریانو پرېوځي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button