مهم خبرونهنړیوال
زلنسکي د اوکراين د پوځ د ۵۵ زره وژل شويو عسکرو شمېر اعلان کړ

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زلنسکي د خپل هېواد د هغو پوځیانو شمېر شاوخوا ۵۵ زره تنه اعلان کړی چې د روسيې سره په جګړه کې وژل شوي دي.
د رويټرز خبري آژانس د الجزيرې شبکې په حواله راپور ورکړی چې زلنسکي دا شمېر هغه مهال څرګند کړی، چې د اوکراين او روسيې ترمنځ جګړه لا هم روانه ده او دواړو لورو ته درانه بشري تلفات رسېدلي دي.
د اوکراين ولسمشر تر دې مخکې هم څو ځله د دې جګړې د لوړو بشري او نظامي لګښتونو يادونه کړې او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي چې د کييف ملاتړ ته دوام ورکړي.
د اوکراين جګړه چې په ۲۰۲۲ کال کې پيل شوه، په اروپا کې له دويمې نړيوالې جګړې راهيسې تر ټولو لويه پوځي نښتې ګڼل کېږي او پراخ سياسي، امنيتي او بشري اغېزونه يې په سيمه او نړۍ کې لرلي دي.




