د بلوچستان استازي د ایالت پر وړاندې د تبعیض او ناامنۍ نیوکه وکړه

مولانا هدایتالرحمن بلوچ، د پاکستان د بلوچستان ایالتي اسمبلۍ غړی، د خپل ایالت د اوسني وضعیت په اړه توندې نیوکې کړې او د امنیتي بنسټونو د کار څرنګوالی او د مرکزي حکومت چلند یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
هغه ویلي چې په داسې حال کې چې هره ناامنه پېښه په بلوچستان کې سمدستي هند ته نسبت ورکول کېږي، په پنجاب ایالت کې د دې ډول تاوتریخوالي او دوامدارې ناامنۍ مثال نه لیدل کېږي. د ده په باور، دا وضعیت د ایالتونو سره د دوه ګوني چلند څرګندونه کوي.
د بلوچستان دغه استازي زیاته کړې چې په اوسط ډول هره میاشت شاوخوا ۲۵ کسان په دې ایالت کې وژل کېږي، خو له دې سره سره، د میلیاردونو روپیو بودیجه امنیتي بنسټونو ته ځانګړې شوې، بیا هم د خلکو ژوند، مال او عزت خوندي نه دی.
مولانا هدایتالرحمن په طنزي ژبه ویلي، سره له دې چې بلوچستان د پاکستان برخه ده، خو ورسره د «میره» په څېر چلند کېږي. هغه ټینګار کړی چې د دې بېعدالتۍ او نابرابرۍ پر وړاندې به چوپ پاتې نه شي.




