اقتصادمهم خبرونه

د ۷۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د برېښنا د پراختيا پنځه تړونونه لاسليک شول

د برښنا شرکت مسؤلینو ويلي، چې د برېښنا د پراختيا پنځه پروژې د شاوخوا ۷۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت له کورنيو شرکتونو سره لاسليک شوې دي. د دوی په وينا، دغه پروژې د برېښنا د وېش د ظرفيت د ښه کولو او د يو شمېر سيمو تخنيکي ستونزو د حل لپاره طرحه شوې دي.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د دغو پروژو اصلي برخه د څلورو نويو برېښنا سب‌سټېشنونو جوړول او د کابل ښار د شپږم فېډر د زيات بار ستونزه حل کول دي؛ يوه هغه ستونزه، چې په وروستيو کلونو کې یې د مکررو برېښنا پرېکونونو او د ځينو سيمو د اوسېدونکو د نارضايتۍ لامل ګرځېدلې ده. چارواکي وايي، د دغو پروژو عملي کېدل به د کابل د برېښنا شبکې ځينې تخنيکي اړتياوې پوره کړي.

برشنا شرکت، چې د طالبانو تر چتر لاندې فعاليت کوي، د دغو پروژو د پيل او پای نېټې، د تطبيق د سمې ساحې او د قراردادونو د څارنې ميکانيزم په اړه نور جزئيات نه دي وړاندې کړي. دا په داسې حال کې ده، چې کارپوهان تل د عامه ګټو په تړونونو کې د شفافيت او د مسؤلو ادارو د ځواب‌ويونکۍ پر ځانګړتيا ټينګار کوي.

په داسې حال کې، چې د برېښنا کمښت په افغانستان کې يوه جدي اقتصادي او ټولنيزه ننګونه بلل کېږي، تمه کېږي مسؤلې ادارې د مؤثر مديريت او شفاف معلوماتو له لارې د عامو خلکو باور د ورته پروژو د پلي کولو په اړه پياوړی کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button