امنیت او پېښېمهم خبرونه

هند کې يو ځوان د طب دولتی پوهنځي ته د داخلېدو لپاره خپله پښه پرې کړې

د هند پوليس وايي چې سورج باسکر په نوم يو شل کلن هندي ځوان د دې لپاره خپله پښه قصداً پرې کړې چې د معلوليت ځانګړي امتياز له لارې د دولتي طب پوهنځي ته داخل شي. دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوې چې نوموړی دوه ځله د هند د طبي پوهنتونونو عمومي کانکور ازموينه پاتې شوی و.

د هندي رسنيو د راپور له مخې، د باسکر ورور له پوليسو سره شکايت کړی و او ادعا يې کړې وه چې د روان کال د جنورۍ پر اوولسمه د ده د ورور پښه د «ناپېژندل شوو کسانو» لخوا پرې شوې ده. دا قضيه په لومړي سر کې د جنايي پېښې په توګه ثبت شوې وه.

خو پوليس وايي، د عدلي طب څېړنې ښيي چې د پښې پرې کول د يوه ماشين‌دار وسيلې په مرسته ترسره شوي او دا احتمال رد شوی چې پښه به په عادي چاړه پرې شوې وي. همدارنګه، د هغه ځاي په سيمه کې چې دا ځوان پيدا شوی و، سرنجونه موندل شوي چې ښيي ښايي نوموړي د پښې پرې کولو پر مهال د سيمه‌یيزې بې‌حسۍ مواد کارولي وي څو د سمدستي درد احساس ونه کړي.

پوليس زياتوي چې د باسکر د موبايل څېړنې او د هغه د نږدې کسانو څرګندونې هم د مخکې له مخکې پلان او د درغلۍ هڅې نښې څرګندوي. د دې ځوان يو نږدې ملګری وايي چې هغه د دولتي لارې د طب زده‌کړو ته ځانګړې لېوالتيا لرله.

د پوليسو د معلوماتو له مخې، باسکر له دې وړاندې هم هڅه کړې وه چې د جعلي معلوليت اسناد تر لاسه کړي، خو په دې کار کې بريالی شوی نه و. اوس دا پېښه په هند کې نوې حقوقي بحثونه راولاړ کړي او دا پوښتنه مطرح شوې چې په هغو مواردو کې چې يو څوک د تعليمي درغلۍ لپاره ځان ته قصداً زیان ورسوي، د کومو جنايي قوانينو مواد پلي کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button