مهم خبرونهنړیوال

لاوروف: مسکو د منځني ختیځ د کړکېچونو د کمولو لپاره تیار دی

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، مسکو چمتو دی چې د منځني ختیځ روانې کړکېچنې آرامې کړي او په دې برخه کې فعاله ونډه واخلي. هغه ټینګار وکړ چې له ایران سره تړلې پېښې د سیمې د ثبات لپاره د اندېښنې وړ دي.

لاوروف وویل، ایران د روسیې نږدې شریک هېواد دی او مسکو به د اوسنیو سیمه‌ییزو پېچلتیاوو او بدلونونو په وړاندې بې‌پروا پاتې نه شي. د ده په وینا، د ایران شاوخوا اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی او که سم مدیریت ونه شي، نو د منځني ختیځ په کچه پراخې اغېزې لرلای شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له نورو جزییاتو پرته زیاته کړه، مسکو چمتو دی چې د تلاویو، واشنګټن او تهران ترمنځ د روانو کړکېچونو د هوارولو لپاره رغنده رول ولوبوي. هغه د دې سیمې د کړکېچونو د لا زیاتېدو د مخنیوي لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو پر ارزښت ټینګار وکړ.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button