امنیت او پېښېدوهم سرلیکمهم خبرونه

د دایکنډي په ولایت کې د درنې واورې له امله مهم سړکونه تړل شوي

د طالبانو د عامه ګټو ریاست په دایکنډي ولایت کې ویلي چې د درنې واورې له امله د دې ولایت یو شمېر مهم مواصلاتي لارې لنډ مهالې تړل شوې دي.

د پنجشنبې په ورځ، د دلو ۱۶مه نېټه، خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دایکنډي – کابل لار د قوناق په کوتل کې او همدارنګه د خدیر او کیتي ولسوالیو د مرکز نیلي سره د نښلولو لارې د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.

په ورته مهال، دغه ریاست زیاته کړې چې د دایکنډي – کندهار لار د تمزان له کوتل او همدارنګه د شهرستان – نیلي لار د چبلک له کوتل څخه تر اوسه پرانیستې ده او په کې تګ راتګ روان دی.

د طالبانو د عامه ګټو ریاست له مسافرو او موټرچلوونکو غوښتنه کړې چې تر بلې خبرتیا پورې له تړل شوو لارو د تګ راتګ څخه ډډه وکړي. د دایکنډي اوسېدونکي تر دې مخکې هم څو ځله شکایت کړی چې د ژمي په فصل کې د مواصلاتي لارو تړل کېدل د خلکو لپاره د خدماتو، بازارونو او روغتیایي مرکزونو ته د لاسرسي ستونزې زیاتوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button