په ننګرهار کې د میلیونونو نیالګیو کینولو پراخ بهیر پیل شو

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کمولو او د چاپېریال د وضعیت د ښه والي په موخه، د نیالګیو د کینولو پراخه طرحه پیل شوې ده.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د روان کال د پسرلي په موده کې شاوخوا ۴.۷ میلیونه مثمر او زینتي نیالګي د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې وکینول شي. دا برنامه د شنو ساحو د زیاتښت او طبیعي سرچینو د پیاوړتیا لپاره متمرکزه ده.
چارواکي ټینګار کوي چې دا اقدام کولای شي د خاورې د فرسایش په مهار، د هوا د کیفیت په ښه والي او د ښارونو او کلیو د شنو فضاوو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي، خو د نیالګیو ساتنه او دوام منظم پلان او د خلکو همکاري غواړي.
د طالبانو تر اداره لاندې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وړاندې هم د ورته پروګرامونو د پلي کولو خبر ورکړی و، خو د اوبو کمښت او د دوامداره څارنې نشتوالی تل د دغو طرحو پر بریا سیوری غوړولی دی.




