روغتيامهم خبرونه

په نیمروز کې ګرځنده روغتیايي ډلې له څو میاشتو وقفي وروسته بېرته فعاله شوې

د نیمروز په لرې پرتو سیمو کې له څو میاشتو ځنډ وروسته ګرځنده روغتیايي ډلې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي دي. دا اقدام هغه مهال وشو چې له ځینو سیمو د لومړنیو، په ځانګړې توګه روغتیايي، خدمتونو د نشتوالي راپورونه خپاره شول.

د دې تر مخه، د نیمروز د څو کلیو اوسېدونکو له رسنیو سره په خبرو کې د کلینیکونو او روغتیايي خدمتونو د نشتوالي شکایت کړی و او غوښتنه یې کړې وه چې ګرځنده ټیمونه دې واستول شي. دا شکایتونه په هغو راپورونو کې هم انځور شوي وو چې د روغتیايي خدمتونو او نورو اساسي اړتیاوو د نشتوالي پایلو ته یې پام اړولی و.

یو اوسېدونکي ویلي چې د ناروغیو د درملنې لپاره د ولایت مرکز ته تګ شاوخوا ۱۰ کیلومتره واټن او د ترانسپورت او درملو د بیو له امله د پام وړ لګښت لري؛ خو اوس دا خدمتونه د افغانستان د سره میاشت له لوري په وړیا ډول د خلکو په سيمه کې وړاندې کېږي.

په ورته وخت کې، د افغانستان د سره میاشت استازی په نیمروز کې نقیب‌الله نورزاد وایي چې د دې ادارې دوه ګرځنده روغتیايي ډلې په زرنج او دلارام ولسوالیو کې فعالیت لري او د دوی تمرکز پر هغو کلیو دی چې له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې دي.

د ده په وینا، دا فعالیتونه د عامې روغتیا ریاست په همغږۍ ترسره کېږي څو د هم‌پوشۍ مخه ونیول شي او اړینې سیمې په مشخص ډول تر پوښښ لاندې راشي. هر ګرځنده ټیم یو مسلکي ډاکټر، قابله، درملتونوال، واکسیناتور او چلوونکی لري؛ داسې یو ترکیب چې کولی شي په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو یوه برخه تشه ډکه کړي، خو اوسېدونکي لا هم د دوامدارو او دایمي روغتیايي خدمتونو غوښتونکي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button