د کابل شهرنو پارک د بیارغونې پروژه لس سلنه پرمخ تللې

د کابل ښاروالۍ د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ په وینا اعلان کړی چې د کابل د ښارنو لوی پارک د بیارغونې او پراختیا پروژه چې له ۹۰ زره متره مربع څخه زیاته مساحت لري، روانه ده او تر اوسه د بنسټیزو کارونو شاوخوا لس سلنه بشپړ شوي دي. د یادې ادارې په وینا، د پروژې بشپړول د درې کلونو په موده کې اټکل شوی دی.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، نږدې ۱۴٫۳ سلنه د پارک مساحت تجارتي او ښاري خدماتي تاسيساتو ته ځانګړی شوی دی. په دغه برخه کې معياري او زېرزمينې تجارتي مارکيټونه، رستورانتونه، جومات، پارکينګ، د لامبو حوض، ورزشي او کلتوري برخې او همدارنګه د فاتحهخوانۍ سالون شامل دي.
تر څنګ یې، له ۶۸ زره متره مربع څخه زياته ساحه د شنو او چاپېريالي ساحو لپاره ځانګړې شوې ده، چې پکې زينتي بوټي، نيالګي، ګلخانې، د چاپېريال ساتنې سيستم، کوچنی ژوبڼ، سرپټ او ازاد تفريحي ځایونه، ورزشي کمپلېکس او د هنر او فرهنګ ګالريګانې شاملې دي.
دغه پروژه د کابل ښاروالۍ له لوري د ښاري پرمختيايي پروګرامونو يوه برخه ګڼل شوې او موخه يې د کابل د اوسېدونکو لپاره د تفريح، شنو او خدماتي فضاوو برابرول دي؛ هغه موضوع چې د معياري عامه ځایونو د کموالي په شرایطو کې د ښار د خلکو لپاره ځانګړې ارزښت لري.




