ټولنهیزمهم خبرونه
د هېواد په کچه له کال د پیل راهیسې نږدې ۷۸۸ زره پاسپورتونه ورکړل شوي

د پاسپورت ریاست وايي، د روان لمریز کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې په ټول هېواد کې ټولټال ۷۸۷ زره او ۷۵۰ پاسپورتونه صادر شوي دي. دغه شمېر د نوو پاسپورتونو، د اعتبار د تمدید شویو پاسپورتونو او همدارنګه هغو اسنادو پکې شامل دي چې د هغو افغان وګړو لپاره صادریږي چې په بهرنیو هېوادونو کې استوګنه لري.
د دې ریاست د معلوماتو له مخې، د غوښتنلیکونو د څېړنې بهیر په دوامدار ډول روان دی او په منځنۍ توګه هره ورځ له دوو زرو څخه زیاتو د پاسپورت غوښتونکو ته په اړوندو مرکزونو کې کار ورترسره کېږي.
د پاسپورت ریاست زیاتوي چې دا خدمات د هېواد په بېلابېلو سیمو کې وړاندې کېږي او هڅه روانه ده څو د ادارې پروسه د خلکو د اړتیاوو، په ځانګړي ډول د سفري اسنادو په برخه کې، لا پیاوړې او دوامداره شي.




