ټولنه‌یزمهم خبرونه

د هرات د پاشدان بند د اوبو کچه لوړه شوې ده

نجيب‌الله سديد، د اوبو او چاپېريال کارپوه، وايي چې د هرات ولايت د پاشدان بند د اوبو سطحه په څرګنده توګه لوړه شوې او اټکل کېږي چې دا بند به په راتلونکو ورځو کې په بشپړ ډول ډک شي.

سديد د سه‌شنبې په ورځ، د سلواغې په ۱۴مه، په خپل فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې د پورته سيمو د واورو خړوبېدل او د راتلونکو احتمالي ورښتونو امکان، د دغه بند د اوبو د زېرمو د بشپړتيا لپاره لازم شرايط برابر کړي دي.

د ده په وينا، پاشدان بند يوازې د اوبو د زېرمو يوه پروژه نه ده، بلکې د سېلابونو د کنټرول، د هرات ښار د شنه کمربند د پراختيا ملاتړ، او د زېرزمينيو اوبو د تغذيې لپاره حياتي رول لري. دا موضوع په وروستيو کلونو کې د پرله‌پسې وچکاليو له امله د دې ولايت اوسېدونکو ته لا مهمه شوې ده.

تېر کال دغه بند د اورښتونو د سخت کمښت او د وچکالۍ د دوام له امله د اوبو د سطحې له جدي ټيټوالي سره مخ شوی و او دا وضعيت د هرات د اوبو سرچينو د راتلونکې په اړه اندېښنې راپورته کړې وې.

په همدې مهال، د طالبانو اداره تېره ورځ اعلان وکړ چې د وروستيو ورښتونو په پایله کې د هلمند ولايت د کجکي بند د اوبو سطحه هم لوړه شوې ده. دا اداره ادعا کوي چې د دغه بند د اوبو په زياتوالي سره به د هلمند او کندهار د ولايتونو د ځينو سيمو برېښنا بېرته وصل شي.

په تېرو څو اوونيو کې د افغانستان ډېری ولايتونه د واورو او ورښتونو شاهدان وو. دغه بارانونه که څه هم د اوبو د منابعو د پياوړتيا لپاره حياتي دي، خو د شفافې مديريت او د دايمي اوبو د پلان نه شتون لا هم يوه جدي ننګونه بلل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button