سياستمهم خبرونه

امان‌الدین منصور د هلمند نوی والی ټاکل شوی

د طالبانو اداره تازه د الحاج مولوي امان‌الدین منصور د هلمند د نوي والي په توګه ټاکلی او په یوه رسمي غونډه کې یې خلکو ته ورپېژندلی دی.

په دې غونډه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت چارواکو او سیمه‌ییزو ملکی او پوځي مقاماتو ګډون کړی و. دوی په خپلو ویناګانو کې د پخواني والي له کړنو ستاینه وکړه او له نوي والي څخه یې د غوره خدماتو تمه وښوده.

عبدالرحمن کندزی، چې تر دې وړاندې د هلمند والي و، په دې مراسمو کې د ‘تیرو شل کلونو قربانیو او مجاهدتونو’ یادونه وکړه او د دولت مامورینو څخه یې وغوښتل چې له نوي والي سره همکاري وکړي.

امان‌الدین منصور هم په خپله وینا کې ژمنه وکړه چې د خلکو د حقونو د دفاع لپاره به هڅې کوي، خو دا یې روښانه نه کړه چې دغه هڅې به څنګه عملي کېږي او د هلمند د اوسېدونکو لپاره یې د خدماتو کومه تګلاره په پام کې ده.

دا ډول بدلونونه چې د طالبانو تر واک لاندې، د قانوني مشروعیت له نشتوالي سره مخ دي، نه یوازې شفاف نه بلل کېږي بلکې دا اندېښنې هم پیدا کوي چې ګواکي د واک انحصار دوام کوي او د خلکو پراخ ګډون په سیمه‌‌ییزو جوړښتونو کې محدودېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button