دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

د بشري حقونو د څار بنسټ: په افغانستان کې د سرکوب او د بشري حقونو نقض زیات شوی

د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ په خپل کلني راپور کې خبر ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په څرګند ډول خراب شوی او د طالبانو اداره د خلکو د سرکوب پراخوالی زیات کړی دی.

دې بنسټ د چهارشنبې په ورځ، د دلو د میاشتې په ۱۵مه نېټه، اعلان وکړ چې د طالبانو اداره په تېرو دولسو میاشتو کې د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه زیات کړي، د نجونو د زده‌کړې بندیز یې پر ځای ساتلی او له نوو مقرراتو سره یې د رسنیو ازادي او مدني فعالیتونه لا پسې محدود کړي دي. د راپور له مخې، دغه تګلارې د ټولنې یوه لويه برخه له عامه ژوند او ګډون څخه بې‌برخې کړې ده.

راپور زیاتوي چې د افغانستان بشري ناورین لا ژور شوی او د ایران او پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو پراخ جبري ستنول، د بهرنيو مرستو د سخت کمښت تر څنګ، میلیونونه کسان له خوراک، سرپناه او روغتیايي خدمتونو سره له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ ټینګار کړی چې د طالبانو اداره لا هم د خپل‌سري اعدامونو، فزیکي سزاګانو او د خلکو د ورکېدو لړۍ ته دوام ورکوي او هېڅ اغېزمن میکانیزم د ځواب‌وینې لپاره شتون نه لري. دغه نهاد دا کړنې د بشري حقونو له بنسټیزو ژمنو ښکاره سرغړونه بللې ده.

راپور وایي، د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې همجنس‌ګرایان لا هم له سیسټماټیک ځورونې او قانوني تعقیب سره مخ شوي، او په فبرورۍ میاشت کې څلور تنه نارینه د همجنس‌ګرایي په تور له یو نه تر پنځو کلونو بند او د کوړکۍ په سزا محکوم شوي دي.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د طالبانو اداره له رسنیو، د مدني ټولنې له فعالانو او لږکیو ډلو سره خپلې حملې نه دي درولې، او د وېرې او ځان‌سانسور فضاء په ډېرو سیمو کې حاکمه ده. د بشري حقونو د څار بنسټ د امریکا د مرستو تیز کمښت د افغانستان د بشري ناورین د لا ژورتیا له اصلي لاملونو څخه بللی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button