په لغمان کې د طالبانو لهخوا اوه کسانو ته د عامو سزاوو ورکول

د طالبانو د ادارې سترې محکمې ويلي چې په لغمان ولايت کې يې اوه کسان د «لواطت» او غلا په تور د بدني سزا په توګه وهلي دي. دغه اداره د سهشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۴مه) په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې چې دا سزاګانې د خلکو په شتون کې عملي شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، له دغو کسانو څخه شپږ تنه هر يو د يو کال بند او ۳۹ دړې شلاق سزا شوي دي. د دې محکمې په وینا، اووم کس د دوو کلونو بند سزا ترلاسه کړې ده.
د طالبانو اداره زياته کړې چې يوه ورځ وړاندې يې هم درې کسان په فارياب او دوه نور په پکتيا ولايت کې شلاق وهلي وو، چې دا عمل په عامو ځايونو کې ترسره شوی دی.
د بشري حقونو بنسټونو بیا په وار وار د دې ډول سزاوو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی. د بشر د حقونو د نړيوال څار بنسټ په خپل کلني راپور کې ويلي چې د طالبانو اداره د بدني سزاوو کارونه د هېواد د وګړو پر وړاندې زيات کړي دي؛ يو داسې چلند چې د منتقدانو په باور د انساني کرامت او عادلانه محاکمې له اصولو سره په ټکر کې دی.




