ایران د سلما بند د اوبو خوشي کولو غوښتنه وکړه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبآبادي د طالبانو حکومت سفیر سره په تهران کې د لیدنې پر مهال د سلما بند اوبه ایران ته د خوشي کولو غوښتنه کړې. غریبآبادي ټینګار کړی چې دا اوبه باید د «دوستي بند» له لارې د مشهد ښار د اوبو اړتیاوې، په ځانګړي ډول د هغو افغان مهاجرینو او اوسېدونکو لپاره چې په دې ښار کې ژوند کوي، پوره کړي.
نوموړي دا موضوع د چهارشنبې په ورځ (د عقرب ۲۳مه) پر اکس ټولنیزه شبکه خپره کړې ده او زیاته کړې یې ده چې دا خبرې د یوه ایراني پلاوي د وروستي سفر پر مهال کابل ته له شویو تفاهماتو وروسته ترسره شوي دي. د هغه په وینا، یادو خبرو کې د ایران د هلمند له سیند څخه د حقآبې موضوع هم شامله وه.
سلما بند چې د هرات ولایت په چشت ولسوالۍ کې موقعیت لري، د پخواني حکومت پر مهال د هند د تخنیکي او مالي مرستې په مټ په شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالرو جوړ شوی و. دا بند د افغانستان لویدیځ کې د اوبو منابعو د مدیریت یوه مهمه زېربنا بلل کېږي.
په تهران کې د طالبانو حکومت سفارت هم د دې لیدنې پخلی کړی او ادعا یې کړې چې دواړو غاړو د اوبو موضوع تر څنګ، په ایران کې د افغان بندیانو وضعیت، د مهاجرینو ستونزو ته رسېدنه او د قونسلګریزو همکاریو د پراختیا په اړه هم بحثونه کړي دي.
سره له دې چې طالبان د هېواد د اوبو بندونو د مدیریت مستقیم مسؤولیت لري، لا روښانه نه ده چې دوی به د ایران د دې غوښتنې په مقابل کې څه دریځ خپل کړي. تر دې وړاندې هم، د طالبانو حکومت د ۱۳۵۱ هـ ش کال د هلمند د حقآبې تړون باوجود، د هلمند سیند د اوبو جریان په خپله خوښه او بېبرنامې مدیریت کړی دی.




