سياستمهم خبرونه

د طالبانو د کابینې په غونډه کې د پرمختیايي بودجې د لګښت راپور ومانل شو

د طالبانو د ادارې د کابینې څوارلسمه غونډه د ملا محمد حسن آخوند په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د هېواد د پرمختیايي بودجې د لګښت راپور تائید شو او د یو شمېر اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي موضوعاتو په اړه پرېکړې وشوې.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، دا غونډه د دوشنبې په ورځ ترسره شوه او اړوندو ادارو ته لارښوونه وشوه چې ټاکل شوې پرمختیايي بودجه د مخکې له مخکې پلان شوو پروژو په چوکاټ او ټاکلي وخت کې ولګوي. چارواکو ټینګار وکړ چې د پروژو عملي کول باید د پلان له مخې ترسره شي.

په دغه غونډه کې د افغان کډوالو ستونزې هم وڅېړل شوې او مسؤلو ادارو ته دنده وسپارل شوه چې د دوی د ننګونو د حل لپاره مناسبې لارې ومومي.

خو، د لګول شوې بودجې د اندازې، د څارنې څرنګوالي او د عامه حساب ورکونې د میکانېزم په اړه جزئیات نه دي څرګند شوي؛ هغه موضوع چې یو ځل بیا د طالبانو د ادارې د مالي شفافیت او د سرچینو د مدیریت د اغېزمنتیا په اړه پوښتنې راپورته کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button