د طالبانو تر واک لاندې د ښځو پر محدودیتونو جوړ شوی انیمیشن پراخ غبرګونونه راپارولي

په دې وروستیو ورځو کې یو لنډ انیمیشن چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغان وګړو ژوند ښيي، په ټولنیزو شبکو کې پراخ خپور شوی او ګڼ غبرګونونه یې راپارولي دي.
دغه اثر چې بسم نبیل جوړ کړی، د نجونو د زده کړو د بندیز، د ښځو د ټولنیزو حقونو د محدودیتونو او هغو سزاګانو په اړه دی چې د طالبانو اداره یې پر خلکو، په ځانګړي ډول پر ښځو، تطبیقوي. دغه انیمیشن په انګلیسي ژبه جوړ شوی او بهرني لیدونکي یې هم موخه ګرځولي دي.
په دغه اثر کې د طالبانو اداره د القاعده له شبکې سره د اړیکو او پناه ورکولو په تور هم یادېږي؛ دا موضوع په تېرو کلونو کې د نړیوالې ټولنې او د نړیوال امنیت د څار بنسټونو د اصلي نیوکو له محوري ټکو څخه وه.
په ورته وخت کې، د طالبانو د سختدریځو پالیسیو او د افغانستان د سیاسي او ټولنیزې فضا د لا زیاتې سرکوبۍ له پراخېدو سره، یو شمېر هنرمندان، انیمیشن جوړونکي او ګرافیستان هڅه کوي د انځوریزو هنرونو له لارې د خلکو په ژوند حاکم محرومیتونه او بندیزونه انځور کړي. دا انیمیشن هم د همدې فرهنګي هڅو برخه ده او د افغان ښځو او نجونو د حقونو د نقض پر وړاندې د یو اعتراض کوونکي فرهنګي غږ په توګه ارزول کېږي.




